پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې ترافیکې پيښې ۲۸ تنه ټپیان کړي
نیټه: Sat, 10 Mar 2018 10:07:23 +0000

 

د هرات ولايت ځايي سرچينې وايي چې په هرات ښار کې د يوه بس موټر د اوښتو له امله ٢٨ تنه ژوبل شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد ویلي چې تېره شپه د هرات ښار امام شش نور سيمه کې يو ميني بوس موټر چپه شوى.
د هرات حوزوي روغتون  وياند محمد رفيق شېرزى وايي چې دغه موټر له هرات ښار څخه د افغانستان- ايران پولې پر لور د حرکت پرمهال له دغې پېښې سره مخ شوى دى.
هغه وويل چې په پېښه کې ٢٨تنه ټپيان دي او د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په ټپيانو کې ١٠ ښځې ، ١٧ ماشومان او يو نارينه شامل دي، خو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته