پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کیم جونګ اون:له دې وروسته توغندي نه ازمويي
نیټه: Sat, 10 Mar 2018 10:14:25 +0000

 


د شمالي کوریا ولسمشر وایي له دې وروسته دې جنوبي کوریا د شمالي کوریا د توغندیو د ازمویلو په اړه اندېښنه نه کوي. 
کیم جونګ اون ویلي له دې وروسته د جنوبي کوریا ولسمشر اړتیا نه لري، چې سهار له خوبه پاڅي او د ملي امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي، بیا د شمالي کوریا د توغندیو په اړه بحث وکړي.
 د رسنیو د راپور له مخې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي، دی جدي دی او له دې وروسته به توغندي نه ازمويي. 
هغه همدا راز ویلي که د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ په اړیکو کې ستونزه پیدا کېږي نو د جنوبي کوریا له ولسمشر سره به یې د تلیفون په کرښه حل کوي.
 د شمالي کوریا او جنوبي کوریا په اړیکو کې دا لومړني نرمښتونه دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته