پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کرزی: تیاریوچې دپاکستان اندېښنوته ځواب ووایو
نیټه: Sat, 10 Mar 2018 10:22:22 +0000

 

افغان حکومت وایي تیار دی، چې د پاکستان اندېښنو ته ځواب ووایي. 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي پاکستان په افغانستان کې د هند له زیاتېدونکي نفوذ اندېښنه لري، خو افغان حکومت تیار دی، چې د پاکستان اندېښنو ته ځواب ووايي. 
دده په خبره پاکستان دې د خبرو مېز ته کیني او په افغانستان کې چې د هر چا له نفوذ اندېښنه لري له افغان حکومت سره دې واضح کړي. 
کرزي زیاته کړې، په افغانستان کې د هند رول د پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې مهم دی او افغان حکومت یې منندوی دی. 
د نوموړي په وینا د پاکستان دغه تورونه ناسم دي، چې ګواکي هند له افغان خاورې په پاکستان کې ورانکاره فعالیتونه کوي یا دا چې هند د افغانستان له استخباراتی ادارې سره په ځينو برخو کې مرستې کوي.
 کرزي ویلي افغانستان په سیمه کې له ټولو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هېڅ ګاونډی باید له نورو ګاونډیانو سره د افغانستان له ښو اړیکو وېره و نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته