پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هندوستان او فرانسه د اټمي انرژۍ یوه ستره بټۍ جوړوي
نیټه:

 

هند او فرانسیې خپلو کې د هند په سمندر کې د پوځي همکاریو د پراخولو او د اټمي انرژۍ د یوې سترې بټۍ د چټکې جوړونې تړون لاسلیک کړی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټمي انرژۍ د تاسیساتو د جوړونې دا تړون مهم بلل کېږي.
تمه ده چې دا تاسیسات به د هند په لوېدیځ جیتپور کې جوړ شي چې څه کم ۱۰ زره میګاواټه برښنا به تولیدوي.
منتقدین وايي، هغه سیمه چې دا اټمي بټۍ پرې جوړېږي، زلزله لرونکې سیمه ده.
د پوځي همکارۍ هغه تړون چې شنبه په نوي ډیلي کې د هند صدراعظم نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ترمنځ لاسلیک شو، له مخې به یې دواړه هېوادونه خپلې سمندرې اډې د یو بل جنګي بېړیو ته پرانیزي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د جمعې په ورځ د یو څلور ورځني سفر په مخه هندوستان ته رسېدلی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته