پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني: امنیتي سکتور د کشف برخه دې لا پیاوړې شي
نیټه: Sat, 10 Mar 2018 13:42:30 +0000

 

ولسمشر غني له امنیتي چارواکو څخه  غوښتي چې اطلاعات جدي ونیسي او خپلې کشفي څانګې لا پسې پیاوړې کړي.
ولسمشر غني ویلي چې افغانستان له یوې 'بې ‌پولې او وحشیانه' جګړې سره مخامخ دی، چې پر وړاندې یې د افغانستان د کشفي او اطلاعاتي برخې لاپیاوړي کولو ته اړتیا ده .
ولسمشر غني دا څرګندونې د ځانګړو قطعاتو او د ملي امنیت د چټک غبرګون د ګډې عمومي قوماندانۍ په پرانیست غونډه کې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، يو شمېر بنسټونه کشفي او استختباراتي اطلاعاتو ته ارزښت نه ورکوي.
په داسې حال کې چې عام خلک او د چارو پوهان د انتحاري حملو او چاودنو د مخنیوي په برخه کې کشفي ارګانونه پاتې راغلي بولي، خو ولسمشر محمد اشرف غني د کشفي ارګانونو کار په موقع بولي او وايي چې یو شمېر بنسټونه د دوی اطلاعاتو ته پاملرنه نه کوي.
غني دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې د ځانګړو قطعاتو او د ملي امنیت د چټک غبرګون د ګډې عمومي قوماندانۍ په پرانیست غونډه کې وکړې.
ولسمشر غني د عملیاتونو پرمهال د افغان ځواکونو په سنجیده ګۍ او لازم دقت ټينګار وکړ.
نوموړي دغه شان وویل چې په امنیتي ځواکونو کې شکنجه او غېر انساني کړنې ځای نه لري او له دغو ځواکونو یې وغوښتل چې د وسله والو مخالفینو له اسیرانو سره د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت مسؤلینو تل دا ادعا کړې چې د انتحاري حملو او چاودنو له پېښدو مخکې یې خپل اطلاعات اړوندو ارګانونو او امنیتي بسنټونو سره شریک کړي دي.
په سردار محمد داوود خان روغتون، د کابل په زنبق څلور لاري، د ملي شورا په ودانۍ او په لسګونه نورو مواردو کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې د دغو پېښو له پېښدو مخکې یې خپل معلومات د یادو بنسټونو له مسؤلینو سره شریک کړي وو.
د ځانګړو قطعاتو او ملي امنیت د چټک غبرګون قوماندان غلام مصطفی وردګ هم وویل چې د وسله والو مخالفینو د جنګ بڼه پېچلې شوې، خو د ده په خبره، د شپې له خوا د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله وال مخالفین ځپل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست عمومي رئیس معصوم ستانکزي د ځانګړو قطعاتو او د ملي امنیت د چټک غبرګون د ګډې عمومي قوماندانۍ پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل چې د ملي امنیت په ریاست کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته