پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې
نیټه: Sun, 11 Mar 2018 10:27:22 +0000

 
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې چې هغوی ته یې کوم زیان نه دی اړولی، خو د بهرنیو ځواکونو پر ډزو ۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
پېښه نن لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ په علیزو کلي کې هوايي ډګر ته څېرمه شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وویل، په کندهار هوايي ډګر کې مېشت د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت ځواکونه په دې سیمه کې په ګزمه بوخت وو چې د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.
هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د ده په خبره، نور بهرني ځواکونه چې له هوايي ډګر څخه د دغو ځواکونو مرستې ته ور روان وو، په لاره کې پر ملکي وګړو ډزې کړي چې دوه تنه یې برسېرن ټپيان کړي دي.
نوموړي وویل، ټپیان د ملي اردو د سرتېرو له خوا د قول اردو نظامي روغتون ته رسول شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته