پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په هلمند کې ١١ دولت ضد وسله وال وژل شوي
نیټه: Sun, 11 Mar 2018 10:36:43 +0000

 

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قومانداني وايي، تېره شپه د هلمند په څو ولسواليو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ١١ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغې قول اردو نن یکشنبه سهار په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه شمېر وسله وال په ګرشک او نادعلي ولسواليو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په پوځي عملياتو کې وژل شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې بهرنيو ځواکونو هم په دغو عملياتو کې له دوى سره همکاري کړې ده.
په دغو عملياتو کې د ځينو وسله والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته