پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تخار کې ٣٢ رنجر موټر له نا مسووله وسله والو سره دي
نیټه: Sun, 11 Mar 2018 10:59:09 +0000


 
د تخار د والي په خبره د دې ولايت د پوليسو ٣٢ رنجر موټر له نا مسووله وسله والو سره دي او شخصې ګټې ترې پورته کوي.
د تخار والي فضل الله مجددي نن یکشنبه وويل چې دغه ٣٢ رنجرې يا حکومت یادو وسله والو ته ورکړي او يا دوى خپله په زور له امنيې قوماندانۍ څخه اخيستې دي.
والي دا هم وويل چې د دې ولايت يو شمير پوليس په ځانګړي ډول په ولسواليو کې د خپلو رسمي دندو پرځاى د همدې خلکو په خدمت کې دي.
نامسووله کسانو سره د رنجرو او خدمتي پولیسو شتون په اړه د تخار د والي دا څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې د دغه ولایت مدني فعالان او اوسېدونکي هم د نامسووله وسله والو ډېرېدل او پر وړاندې یې د حکومت چوپتیا اندېښمن کړي دي.
په تالقانو کې د مدني ټولنو د شبکې مشر منیراحمد هدف  ويلي چې له پولیسو او له رنجرو څخه په ناسمو او غیر قانوني چارو کې کار اخیستل کېږي.
هدف وايي چې د پولیسو زیات شمېر رنجرې له یو شمېر نا مسووله پخوانيو چارواکو او زورواکو سره دي چې ناوړه ګټه ترې پورته کوي.
د تالقانو یو اوسېدونکی عبدالصمد بیا وايي چې ډېر ځله یې په ښار، کوڅو او ان ولسوالیو کې په شخصي جامو کې داسې کسان لیدلي چې رنجر موټر ورسره دي.
خو د تخار والي وايي چې څو وارې یې له کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا څخه غوښتي چې له نا مسووله کسانو څخه د رنجرو د بېرته راګرځولو لپاره ارزونه وکړي او په دې اړه دې اړین ګامونه اوچت کړي؛ خو په خبره یې چې تر اوسه په دې اړه کوم کار نه دی شوی.
بل لورته د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت الله رحيمي  وويل چې د تخار ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم له نا مسووله وسله والو او پخوانيو چارواکو سره رنجر موټر  شته دي.
د هغه په وينا، دوه اوونې وړاندې د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ټول هغه کسان بايد رنجرې بېرته وزارت ته تحويل کړي چې دا مهال رسمي دندې نه لري.
د يادونې ده چې په پلازمېنه کابل کې هم سلګونه رنجر موټر له نا مسووله وسله والو او پخوانيو چارواکو سره شته چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته