پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال ابادکې اته مساشتنی ماشوم دتښتوونکوله منګلو ازاد شو
نیټه: Sun, 11 Mar 2018 11:25:31 +0000


 
چارواکي وایي،د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د مروري په نوم یوې ډاکټرې له کتنځای څخه یو تښتول شوی د اته میاشتو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیولي.
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د عملیاتو په ترڅ کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول شول چې یوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې د ډاکټرې مروري معاینه خانې څخه تښتول شوی.
د خوږیاڼي په وینا د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې په بیز اکمالاتي سیمه کې د یوې میرمنې په ګډون درې انسان تښتوونکي ونیول شول او د تښتوونکو له منګولو یې یاد ماشوم ژوندی تر لاسه او خپلې کورنۍ ته وسپاره .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته