پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اجراییه رئیس:دارګ اوعطامحمدنورترمنځ کړکیچ په هوارېدودی
نیټه: Mon, 12 Mar 2018 09:58:36 +0000

 

اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي، د ارګ او بلخ والي عطا محمد نور تر منځ را ټوکېدلی کړکېچ په هوارېدو دی. 
عبدالله یادې څرګندونې نن د وزیرانو شورا ناستې ته د خبرو پر مهال کړې دي.
 نوموړي د ارګ او نور تر منځ د ستونزو پر هواريدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د کال په وروستیو ورځو کې ډیر خوشاله دی، ځکه کوم مسایل، چې د بلخ ولایت په اړه وو، د هواریدو په حال کي دي.
 دا لومړی ځل دی چې د ملي یووالي حکومت یو لوړپوړی پلاوی د ارګ او نور تر منځ د شویو خبرو په اړه د رامنځ ته شوي پرمختګ یادونه کوي. 
دا کړکېچ وروسته له هغه را پورته شو چې ارګ د بلخ د والي او جمعیت ګوند د اجراییه رئیس عطا محمد نور استعفا ومنله، خو نور د ارګ پریکړه ونه منله او د ارګ پرخلاف یې یو پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړ، چې د فبرورۍ په وروستۍ ورځ د کابل پروسې تر کنفرانس دوه ورځې وړاندي پای ته ورسېد.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته