پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي:دکندهار-اروزګان په لاره ۳۹ وسله وال وژل شوي
نیټه: Mon, 12 Mar 2018 10:12:08 +0000

 

چارواکي وايي چې د کندهار- اروزګان پر لويه لاره پر وسله والو مخالفينو د هوايي بريد په ترڅ کې ٣٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني ویلي چې دغه بريد تېره شپه د شاه وليکوټ ولسوالۍ په سرخ بېد سيمه کې شوى دی.
هغه زياته کړه، بريد وروسته له هغه وشو چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې پر امنيتي پوستې بريد وکړ.
د دراني په وينا، د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې  ٢٥ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا هغه وسله وال مخالفين وو چې دوه اوونۍ مخکې يې له يادې لويې لارې له موټرو ملکي کسان کښته کړي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته