پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

وسله والود میرمنو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي وژلي
نیټه:

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يو راکټي بريد کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۲۱مه وويل چې وسله والو تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د نبي خېلو په سيمه کې د ملکي خلکو پر يو سراچه موټر د راکټ برید کړی دی.
دی وايي، په دغه بريد کې درې ماشومان، دوه مېرمنې او دوه سړي وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي چې روغتيايي وضعيت يي د اندېښنې وړ دی.
هغه زياته کړه، ياد ملکي وګړي له يوې فاتحې بېرته کورته روان وو چې په نبي خېلو سيمه کې د وسله والو له کمين سره مخ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يو وسله وال طالب چې د دغه سراچه موټر د تلاشۍ لپاره د موټر څنګ ته ورغلی و، د بريد پر مهال هغه هم وژل شوی، جسد او وسله يې سيمه کې پاتې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي هم د نوم نه خپراوي په شرط وويل چې پېښه کې ټول مړه او ټپیان ملکي وګړي دي.
دی وايي، وسله والو پر سراچه موټر د دغه شک له امله د راکټ برید کړی چې ګواکې دا به د دولتي کسانو موټر وي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه کار دوى نه، بلکې په سيمه کې اختطافچيانو کړى دى.
هغه زياته کړې، چې په دې اړه يې پلټنې او عمليات پيل کړي او يو تن يې وژلى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته