پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان له بیلاروس سره دجنګي چورلکوتړون لاسلیک کړ
نیټه: Mon, 12 Mar 2018 11:31:38 +0000

 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هندوستان په مالي مرسته له بېلاروس څخه څلور اېم ٣٥ ډوله چورلکي اخلي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د کب په ٢١مه وويل چې په دې اړه يو تړون تیره ورځ د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د افغانستان او بلاروس د استازو تر منځ لاسليک شو.
هغه زياته کړه چې د دغه تړون له مخې به بېلاروس افغانستان ته څلور اېم ٣٥ ډوله جنګي چورلکې ورکوي، خو مالي لګښت يې هندوستان پر غاړه اخيستى دى.
د وزيري په وينا، دا چورلکې په محاربوي عملياتو کې ډېرې ګټورې ثابتېږي او ورسره به د افغانستان هوايي ځواک هم پياوړی شي.
د يادونې ده، له دې مخکې هندوستان له افغانستان سره د اېم اى ٢٥  ډوله جنګي چورلکو مرسته هم کړې ده.
د ملي دفاع  وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوس ‌مهال شاوخوا ١٥٠ الوتکې او ۳۵ چورلکې لري.، په دې وروستيو کې امريکا له افغانستان هوايي ځواک سره د جنګي جېټ او چورلکو مرستې کړې، دغه راز هندوستان هم دوه کاله مخکې څلور چورلکې ورکړې وې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته