پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ځوانان:دسولې په عالي شوراکې ورته ونډه نده ورکړل شوې
نیټه: Thu, 15 Mar 2018 13:15:12 +0000

 

افغان ځوانان وایي د سولې په عالي شورا کې ورته ونډه نده ورکړل شوې
د افغانستان د بېلا بیلو ولایتونو ځوانان د سولې د دودولو په موخه ننګرهار ته راغلي،خویو ډله ځوانان بیا د سولې لپاره دا هڅې نمایشي بولي.
دوی وايي د سرتاسري سولېد راتګ لپاره دې نمایشي هڅو پرځای عملې ګامونه پورته شي 
سولې لپاره د ځوانانو تازه هڅې 
دا ځوانان د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو څخه  ننګرهار ته راغلي او غواړي چې د سولې پیغام له همدې ځایه د هیواد ګود ګوډ ته ورسوي.
د ځوانانو معین وایي د افغانستان د نفوذ ډیره برخه ځوانان جوړوي او د سولې لپاره د ځوانانو هڅې هیله بښونکي دي
که څه هم ځوانان وایي چې د سولې په برخه کې ګڼۍ لاسته راوړنې لري ،خو په حکومتي چوکاټ  کې د سولې لپاره په کیدونکو هڅو کې ځوانانو ته ونډه نده ورکړل شوي،دوی ژمنه کوي چې د سولي لپاره به خپلي هڅی لاپسی چټکي کړي خو دسولي په عالي شوراکي دځوانانو پرونډي هم ټينګارکوي 
خو له دی سره سره ځیني ځوانان دسولي لپاره پیل شوی دا بهیر نمایشي بولي او وايي دسرتاسري سولي دراتګ لپاره دي دفرمایشی او نمایشی هڅو پرځای عملي ګامونه پورته شي 
په افغانستان کي دسولي دابهیر داسي مهال پیليږي چې نږدي یوه میاشت وړاندي افغان ولسمشر اشرف غني وسله والو طالبانو ته له قید اوشرط پرته دسولي وړاندیز هم کړی  

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته