پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ګردېز ته دتاجکستان وارداتي برېښنا ورسېده
نیټه: Tue, 20 Mar 2018 13:38:28 +0000

 
د برېښنا رياست مسوولين وايي چې د ګردېز د برېښنا سب سټېشن د تاجکستان له وارداتي برېښنا سره وصل او د برق جريان پيل شو.
د پکتيا د برېښنا رييس محمداصف نيازي  وويل چې ياده برېښنا ټولو هغو کورونو او دفترونو ته ورکړل شوې، چې تر دې وړاندې يې له ډيزلي برېښنا څخه ګټه پورته کوله.
نيازی وايي: ((زموږ تقريبا ۲۴۰۰ مشتريان دي، له ننه د برېښنا جريان پيل شوی او دې ټولو ته  برېښناورکړل شوې او که کوم تخنيکي مشکل ونه لري، نه قطع کيږي.))
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې په راتلونکو ورځو کې به د لوړو پوړو چارواکو په ګډون د سب سټېشن او برېښنا رسمي پرانيسته وشي.
خلک د برېښنا راتلو ته زيات خوښ دي او برق د پرمختګ، عصري ژوند او اسانتياوو لپاره اساسي پديده بولي.
د ګردېز اړوند د دولتزيو سيمې اوسېدونکې عاليه پژواک ته وويل چې د برېښنا د خبر په اورېدو ډېره خوشاله او هيله منه شوې چې ښار او شاوخوا سيمې به ور سره په اقتصادي او نورو برخو کې پرمختګ وکړي.
ياده دې وي چې د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د مچلغو او احمدخېلو ولسوالۍ کې د نرۍ خولې بندونه منظوري شوي او د مسوولينو په خبره په نږدې راتلونکي کې به يې عملا د رغونې چارې پيل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته