پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کونړ کې ۱۶۳ لویې او وړې پروژې پلې شي
نیټه: Wed, 28 Mar 2018 13:04:03 +0000

 

دکلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي، په کونړ کې به په روان لمریز کال کې د سلګونو ميلیونو افغانیو په ارزښت ۱۶۳ لویې او وړې پروژې پلې شي.

دغه څرګندونې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب الرحمن کریمي نن چهارشنبه په کونړ کې د څو پروژو د پرانېستې پر مهال وکړې.
هغه وویل، په نورو پروګرامونو کې يې هم د ۷ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت پروژې کونړ ته منظورې کړې دي.
کریمي او نورو چارواکو په مرکز اسعداباد کې د کونړ سیند ته جوړ شوی یو استنادي دیوال او په وټه پور ولسوالۍ کې یو پل هم پرانيست چې پرې د کلیو پراختیا وزارت له خوا څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته