پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان د مشرانو جرګې د کرکټ ملي لوبغاړي ونازول
نیټه: Sun, 01 Apr 2018 12:23:56 +0000

 

په دغه لمانځنغونډه کې د افغانستان د مشرانو جرګې  رئیس فضل الهادي مسلمیار او ددغه مجلس دواړو مرستیالانو، محمد عالم ایزدیار، محمد آصف صدیقي او غړو ګډون درلود، مشرانو جرګې د کرکټ له ملي لوبغاړو خوښي وښوده، چې په وینا یې تل یې هېواد ته ویاړونه راوړي او افغانانو ته یې خوښي وربښلې، په دې کتنه کې د کرکټ بورډ په استازیتوب فیروزخان لایځ ګډون کړی و نوموړي له مشرانو جرګې مننه وکړه، چې تل یې د کرکټ ملي لوبغاړي هڅولي او نازولي دي، د کتنې په پای کې د مشرانو جرګې مشرتابه د کرکټ ملي لوبغاړو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره هیله وښووله چې په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې وکړي او تر پخوا هم ښه وځلیږي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته