پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مسولین وايي یوشمیرماشومان به دپولیوله واکسنه پاتې شی
نیټه: Sun, 08 Apr 2018 13:50:56 +0000

 

د ننګرهار د عامي روغتیا مسؤلین وايي چې ددې ولایت په یو شمیر ولسوالۍ کې به ځینې ماشومان د پولیو د واکسین څخه پاتي شي.
د عامي روغتیا مسؤلینو دا څرګندونې د پولیو واکسین  د درې ورځني کمپاین د پیل په مراسمو کې وکړي.
د عامې روغتیا د مسؤلینو پر وینا په دې کمپاین کې به په ټول ختیځ کې څه باندې یو میلون ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

ننګرهارد عامي روغتیا ریاست مسولین وايي چې پدې ولایت کې  یوشمیر ماشومان به د پولیو له واکسینه بې برخی پاتي شي.
 د ننګرهار عامي روغتیا ریاست د مسولینو پر وینا پچیر اګام ،نازیان ،هسکه مینه  او مامند هغه ولسوالۍ یادي کړي چې په کې  ماشومان به له واکیسنه بي برخي پاتې شې. 
د ننګرهار د عامي ورغتیا ریس ډاکتر نجیب کاموال چې  د پولیو واکسین د پرانستي پرمهال رسنیو سره خبرې کولي وویل هڅې به وکړي چې یادې سیمې هم تر پوښښ لاندي راولي.
 د کاموال په وینا ددغه دریو ورځو په اوږدو کې په ټول ننګرهار کي د ۷ لکو او شپیته زره او د زون په کچه به څه باندي یومیلیون ماشومانو ته واکیسین تطبیق کړي.
کاموال وویل په روان میلادي کال کې  د افغانستان په خیتځ کې د پولیو دري مثبتي پيښي ثبت شوي چې یوه يې په ننګرهار او دوه نورې یې د کونړ په غازي ولسوالۍ کې دي.
د پولیو ضد د واکسینو د کمپاین د پیل په دې مراسمو کې د عامي روغتیا ریاست له لورې د هغه رضا کار سره د دوه زرو امریکايي دآلرو مرسته هم  وشوه چې د یو برید په ترڅ کې د کورنۍ دوه غړي  له لاسه ورکړي او ۷ تنه  نوریې ټپیان شوی وو. 
د سیدا جان په نوم دې تن وویل چمتو دی چې له دې وروسته به هم خپلې دندې ته دوام ورکړي او ماشومانو ته به پخپلو سیمو کي واکسین پلی کړي. 
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي اوس هم د جلال اباد په  ښار کې د پولیو ویروس شتون لري او هڅه کوي چې ټولو ماشومانو ته واکسین و کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته