پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دکرکټ ملي ټیم دوولوبغاړودپولیو واکسین په کمپاین کې برخه واخیسته
نیټه: Mon, 09 Apr 2018 10:39:14 +0000

 

د افغانستان کرکټ ملي ټیم دوو لوبغاړو په ننګرهار ولایت کې پولیو د واکسین په کمپاین کې برخه واخیسته.
د افغانستان کرکټ ملي ټیم لوبغاړي میرویس اشرف او جاوید احمدي وايي هڅه کوي چې د نورو رضاکارانو سره  په کډه ماشومانو ته  پولیو واکسین تطبیق کړي.
 دوی د ماشومانو له کورنیو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین ترسره کړي ترڅو ماشومان یې ددې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دوو لوبغاړو په ننګرها ر کې ماشومانو ته د واکیسن د دوو څانکو په اچولو سره دغه لړلۍ پیل کړه
 د پولیو پر وړاندې د واکسین یاد کمپاین به په دې  ولایت کې د دریو ورځو لپاره روان وي چې په خیتځ کې  څه باندې یو میلیون ماشومانو ته به د پولیو  واکسین پلی شي.
د ننګرهار عامې ورغتیا مسؤلین وايي ۷ سوه زره ماشومانو چې  پنځو کلونو څخه یې عمره کم دي په ننګرهار کې به ورته د پولیو واکسین ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دوه لوبغاړي میرویس اشرف او جاوید احمدي ننګرهار ته راغلي وو ترڅو په دې کمپیان د نورو رضاکارانو سره په کډه د پولیو واکسین ماشومان ترسره کړي.
دوی وايي هڅه کوي په کډه  د پولیو واکسین په رسولو کې د روغتیايي مسولین سره مرسته وکړي 
جاوید احمدي او میرویس اشرف له رسنیو سره په خبرو کي وویل چي پولیو یوه خطرناکه ناورغي ده چې پر وړاندې یوې ګډې مبارزې ته اړتیا ده.
دوی له کورنیو څخه غوښتنه وکړه چې د پنځو کلونو کم عمره ماشومان ته د پولیو واکسین ترسره ترڅو ماشومان یې ددې ناروغۍ څخه خوندي پاتي شي.
 د ننګرهار روغتیا مسؤلین  وايي چي د روان میلادي کال له پیله  په ټول ختیځ کې  د پولیو دري مثبتي پیښې ثبت شوي دي
 دوي وايي چې ددې پیښو څخه یې یوه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې  او دوه نور یې د کونړ په غازې اباد ولسوالي ثبت شوي دي .
د ننګرهار عامي روغتیا چارواکي وايي ننګرهار اوس هم  د پولیو ویروس تر ګواښ لاندی دی او هڅه به وکړی چي ټولو سیمو ته واکسین د رضاکارانو پرمټ  ورسوي . 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته