پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ازبکستان د صادراتي برېښنا بيه کمه کړې
نیټه: Mon, 09 Apr 2018 14:04:12 +0000


 
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي کابل ته د سفر پرمهال ويلي چې هېواد يې افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا بيه کمه کړې ده .
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عصمت الله ايرګاشيف دغه موضوع پرون ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې په ليدنه کې وکړه.
ايرګاشيف څرګنده کړه چې هېواد يې افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا د هر کيلوواټ بيه ٨.٥ سنټو څخه پنځو سنټو(نږدې درې نيمې افغانۍ) ته را ټيټه کړې او دغه طرحه د روان کال د جولاى مياشتې(د ١٣٩٧ کال د چنګاښ ١٠مه) څخه عملي کېږي.
خبرپاڼه زياتوي چې ټاکل شوې د ازبکستان د سرخکان سيمې څخه د ١٠٠٠ ميګاواټه برېښنا لين هم بغلان ولايت ته وغځول شي چې په دې کار سره به راتلونکي يوه کال کې د کابل په ګډون د ګڼ شمېر ولايتونو د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستيو مياشتو کې به د هېواد اووه ولايتونه  له برېښنا څخه برخمن شي او په دې لړ کې به په بادغيس ولايت کې د هر کيلو واټ برېښنا بيه له ٣٥ افغانيو څخه شپږو افغانيو او په غزني ولايت کې هم ٦،٧٥ افغانيو ته راټيټ شي.
په همدې ډول ويل شوي چې ډېر ژر به له ننګرهار سره د ٧٠ مېګاواټه برېښنا لين هم ونښلول شي او پر دې سربېره به د شمالي ولايتونو برېښنا هم په نسبي ډول حل شي چې مرکزي سيمو ته هم د برېښنا غځولو تدارکاتي پړاوونه د بشپړېدو په حال کې دي.
د برېښنا رياست وياند وحيدالله توحيدي  وويل چې دغه شرکت تېره ورځ د ازبکستان حکومت له استازي سره د هغه هېواد د وارداتي برېښنا د بيې کمښت په اړه تړون لاسليک کړى دى.
د هغه په خبره، اوسمهال له ازبکستان څخه افغانستان ته ٣٠٠ مېګاواټه برېښنا واردېږي او برېښنا شرکت تصميم لري چې د برېښنا بيې د کمښت په موخه د وارداتي برېښنا اندازه زياته کړي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ١٢٥٠ مېګاواټه برېښنا لګول کېږي چې ٨٠ سلنه يې وارداتي( له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ايران څخه) ده او ٢٠ سلنه نوره په هېواد کې دننه توليدېږي.
ويل کېږي چې برېښنا ته کورنۍ اړتيا څه باندې اووه زره مېګاواټه ته رسېږي او حکومت تصميم لري چې د نوو بندونو د جوړولو او وارداتو په زياتوالي سره دغه اړتيا ته ځواب ووايي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته