پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د وسله والو مخالفینو یوه ۱۵ کسیزه ډله د سولې پروسې سره یو ځای شوه
نیټه: Tue, 10 Apr 2018 10:15:34 +0000

 

یادو وسله والو د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د افغان حکومت پر وړاندې وسله وال فعالیت درلود.

د سولې پروسې سره یو ځای شوي وسله وال وايي  په دې وروستیو کې د وسله والو لیکي کمزورې شوي او غواړي چې د افغان حکومت سره یو ځای شي .

ننګرهار کې د دوو قومندانانو په ګډون د وسلوالو مخالفینو یوه ۱۵ کسیزه ډله د سولې  پروسې سره یوځای شوه.

د سولې ولایتي کمیټي مسولین وايي چې یاد وسلوال مخالفین ددې ولایت په پچیراګام، کوټ چپرهار، خو ګیاڼو او روداتو ولسوالیو کې وسلوال فعالیت درلود.

 ننګرهار کې د سولې ولایتي کمیټي غړی جان محمد وایي د سولې پروسې سره یوځای شویو وسلوالو یوشمیر سپکي او درنې وسلې هم دوی ته سپارلي.

 هغه په ننګرهار کې پرنورو وسلوالو مخالفینو هم د سولې وړاندیز وکړ او ترې یی وغوښتنل چې له وسلوال فعالیته دې لاس واخلی.

 بلخوا د ولسي پاڅون کونکو مشر حیات خان وايي چې د ګاونډيو هیوادونو د هغو وسلوالو پر وړاندې به خپله مبارزه روانه وساتي چې د نورو هیوادونو د ګتو لپاره جګیږي.

 هغه وايي چې بهرنیو وسلوالو ته به اجازه ور نه کړي چې  د نورو اهدافو لپاره په ننګرهار ولایت کې وجنګیږی او خلکو ته ستونزې جوړې کړي.

 د سولې پروسې سره د یو ځای شویو وسلوالو مخالفینو قومندانان وايي چې پدې وروستیو کې د دولت وسلوالو مخالفینو لیکي کمزوري شوي او د سولې پروسې ته يي مخه کړي ده.

دوی وايي چې نور وسلوال به هم د سولي پروسي سره یوځای او له وسلوال فعالیته به لاس واخلي.

هیره دې نه وي چې تردې وړاندې هم په ننګرهار کې  وسلوالو مخالفینو ورته ډلي  د سولې پروسې سره یو ځای شوې  وې  او پر نورو وسلوالو هم د سولي غږ کړی وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته