پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نړیوال بانک افغانستان سره د ۶۹۱ میلیون ډالرو مرسته وکړه
نیټه: Tue, 10 Apr 2018 13:10:58 +0000

 

نړیوال بانک په افغانستان کې د دریو سترو پروژو د پلي کولو لپاره له افغان حکومت سره د ۶۹۱ میلیون امریکایي ډالرو مرسته وکړه.
د دغو مرستو تړون د سې‌شنبې په ورځ د افغانستان د مالیې وزارت او د نړیوال بانک د چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، یادې مرستې به د عامې روغتیا وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د دولتي بانکونو د قرضو په برخه کې په مصرف ورسیږي.

د مالیې وزیر زیاته کړه د دغو مرستو ۵۱ میلیون ډالره، له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا او د نوري فایبر پر انتقالولو لګول کیږي.

دغه اندازه بریښنا چې د قرغزستان او تاجکستان له هیوادونو څخه افغانستان او پاکستان ته لیږدول کیږي، درې سوه میګاواټه یې په افغانستان او زر یې په پاکستان کې په مصرف رسیږي.

د حکیمي پر وینا، دا مرستې به په افغانستان کې پاتې نهه ولایتونه له نوري فایبر سره وصل کړي.

د نړیوال بانک چارواکي وايي، دا مرستې به د افغانستان په پرمختګ اغیزمنې ثابتې شي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د نړیوال بانک لخوا د "صحتمندي" پروژې پلي کول به په دغه هیواد کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ډیر کړي.
نړیوال بانک په داسې حال کې د دغو مرستو ډيره برخه د روغتیا وزارت ته ځانګړې کړې ده، چې روانه اونۍ د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د دغه وزارت سل میلیونه ډالر کلنۍ بودیجه کمه شوې ده.
چارواکي: په هرات کې ۱۵ طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي

د هرات ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت پر چشت ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې ۱۵ طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې طالبانو تېره شپه د هرات د چشت ولسوالۍ پر سرچشمه کلي بريد کړی چې د نښتې له امله ۱۵طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې نښته کې دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهيسې د چشت ولسوالۍ د نيولو او سلمان بند نړولو لپاره د طالبانو د هڅو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
خو د هرات د والي وياند زياته کړه چې د چشت ولسوالۍ او سلمان بند د امنيت خونديتوب لپاره پوره اندازه ځواکونه ځای پر ځای شوي او طالبان د يادې ولسوالۍ د نيولو او سلما بند د نړولو توان نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته