پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې وسله والو دیوې لېسې اداري خونه سوځولې
نیټه: Tue, 10 Apr 2018 13:27:49 +0000

 

دننګرهار په مهمندري ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو دیو ښونځي اداري خونه سوزولي چي پکي شته ټول اسنادونه داورخوراک شوي.
 سیمه ایزچارواکي وايي په سوزیدلي ښوونځي کي دطالب وسله والو بیرغونه موندل شوي خو طالبان بیا ددي ښونځي سوزول ردوي.
 ددي لیسي ښوونکو په لومړي سر کي دسوزول شوي ښونځي په تړاودوسله والو له ویري له خبرو کولوډډه کوله خو ځيني ښوونکي يي زړه نازړه خبرو کولو ته حاضر شول ښوونکي وايي په ښوونځي کي يي داوم ټولګي نیولي تردولسم ټولګي پوري د۹کالو اسنادونه سوزیدلي او له وسله والو غواړي چي نور دي ښوونځي خپل هدف نه ګرځوي.
دهزار ناو لیسي سرمعلم او ښوونکی قومي مخور هم دوسله والو په لاس پر سوزول شوي ښوونځي خواشیني دي دوي وايي په سیمه کي يي دقومي مخورو یوه جرګه وسله والو طالبانو ته وراستولي ترڅو معلومه کړي چې یاد ښوونځی وسله والو طالبانو سوزولی او که کومي بلي ډلي خوپه وینايي چي وسله والو طالبانو ورته ددي ښوونځي سوزل رد کړي دوي ګواښ کوي که بیاځلي يي په سیمه کي دښونځيو سوزولو هڅه وشي نودعاملینو پروړاندي به يي په قومي پاڅون لاس پوري کړي.
ملک دریا خان ځايي چارواکي هم دښوونځي سوزول مني خوپه دي اړه چي ښوونځي يي کومي کوم چا یا کومي وسله والي ډلي سوزولی څه نه وايي خو همدومره وايي چي په سوزول شوي ښوونځي کي دوسله والو طالابانو جنډي موندل شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته