پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې د شخصي دښمني له امله شپږ تنه وژل شوې
نیټه: Wed, 11 Apr 2018 12:19:53 +0000

 

په ننګرهار کې د شخصي دښمني له امله دیوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي. 
دځايي اوسیدونو دمعلوماتو له مخې د ظریف په نوم یو تن د خپل کاکا په ګډون د هغه دکورنۍ شپږ غړي وژلي او دوه يي ټپیان کړي. 
امنیتي مسؤلین پیښه شخصي دښمني یادوې او دقضيي په تړاو د پلټنو خبره کوي. 
 داود چې په بیګانۍ پیښه کې یې د پلار مور او څلورو ورونو په ګډون دکورنۍ شپږ غړي وژل شوې او دوه تنه يې ژوبل شوي وايي دظریف په مشرۍ يي د کاکا څلور زامنو دکورنۍ شپږ غړي وژلي او دوه نور يي ژوبل کړي.
قومي مخور وايي په دې پیښه کې د یوې کورنۍ دشپږو تنو د وژل کېدو او دوه تنو له ټپې کیدو سربیره دوه ځايي اوسیدونکي هم ټپي شوي او دیو بل يې لاهم مړی ژوندی معلوم نه دی. 
امنیتې مسولین بیا په دې پیښه کې د یوې کورنۍ دشپږو غړو وژل کیدل او دوه تنو ټپي کیدل تایدوي او وايي چي پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوي او عاملین به ژر  ونیول شي.
دامنیتي مسولینوپه وینا د يا دې سيمې څلورو وروڼو د خپل تره سلام  پر کور بريد کړی، خپل تره، د هغه مېرمن او څلور زامن يې ور وژلي دي.
په روانه اونۍ کي دا دوهم ځل دی چې په ننګرهار کې دکورني تاوتریخوالي له امله دکورني ځيني غړي دخپلي کورنۍ نور غړي وژني 
تر دې دوه ورځې  وړاندې هم د جلال اباد ښار پنځمه ناحیه کې، یو تن خپله میرمن، پلار او میره مور په ډزو وژلي وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته