پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دفاع وزارت وايي پسرلنیو تهاجمي عملیاتو ښه نتیجه ورکړی ده
نیټه: Wed, 11 Apr 2018 12:23:08 +0000

 

د افغانستان دفاع وزارت وايي د ملي اردو ځواکونو د پسرلنوی تهاجمې عملیاتو ښه نتیجه ورکړي او وسله والو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.
د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې د  ملي اردو او کمانډو ځواکونه په ورځني ډول ۶۵ عملیات ترسره کوي چې ناامنه او له ګواښ سره مخ سیمې تصفیه کړي.
دوی وايي د نصرت عملیاتو په دوهم پړاو کې به د راتلونکو پارلماني انتخاباتو لپاره د امنیتي تدابیر د نیولو په خاطر تهاجمي عملیات ترسره کېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ملي اردو روانو پسرلنیو تهاجمي عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده.
دا وزارت زیاتوي چې اوس‎مهال په ۱۰ ولایتونو کې چېرته چې د دولت د وسله‎والو مخالفینو فعالیتونه او ګواښونه زیات دي، د نصرت په نوم پراخ تهاجمي عملیات روان دي.
د دفاع د وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ویلي چې  ملي اردو او کمانډو ځواکونه په ورځني ډول ۶۵ عملیات ترسره کوي چې ناامنه او له ګواښ سره مخ سیمې په بشپړه توګه تصفیه کړي.
نوموړی وايي دا عملیات په بدخشان، فاریاب، جوزجان، بادغیس، فراه، هلمند، ارزګان،غزني، خوست او ننګرهار کې په بریالیتوب دوام لري.
رادمنش وویل، د نصرت عملیاتو په دوهم پړاو کې به د راتلونکو پارلماني انتخاباتو لپاره د امنیتي تدابیر د نیولو په خاطر کې تهاجمي عملیات ترسره کېږي او په درېیمه مرحله کې به د افغان ځواکونو په بیا اکمالاتو او د نوېو عملیاتو پر پلانونو کار کېږي.
دفاع وزارت وايي، ملي اردو لا هم د هوايي ځواک او میزائیلو په برخه کې د متحده ایالاتو مرستې ته اړتیا لري او تمه ده چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ افغان هوايي ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي.
په همدې حال کې د ولسي جرګي د دفاعي چارو کمېسیون وايي، امریکا او ناټو باید له ترورېزم سره د مبارزې او د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب لپاره افغان امنیتي ځواکونه لا ښه تجهیز او وروزي.
بل لور ته په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د افغان دولت پر وسله‎والو مخالفینو هوايي بریدونه زیات کړي او په‎دې وروستیو کې يې د وسله‎والو د تمویل د سرچینو د له‎منځه وړلو په هدف په فراه او نیمروز ولایتونو کې طالبانو پورې اړوند د نشه يي موادو ۱۱ کارخانې په نښه کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته