پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د پکتيا پرلت د ولايت ټولو ولسواليو ته غځیدلي دی
نیټه: Wed, 11 Apr 2018 12:27:07 +0000

 

د پکتيا مشران وايي  چې  د هرې ولسوالۍ خلک دې د خپلې سيمې امنيت تضمين کړي. 
قومي مشران وايي چې  خپلې سيمې امن کوو او له نورو قومونو هم ورته تضمين غواړو. 
په ګردېز کې د افغان ژغورنې پرلت ته د ولسواليو ګڼو راغلو مشرانو د دې حرکت کلک ملاتړ وکړ او ويې ويل چې له ځوانانو سره په ګډه به دا حرکت ولسواليو ته غځوي. 
دوی د روان پرلت په اتمه ورځ په ګډه غونډه کې روانه جګړه د افغان وژنې لپاره په بېلابېلو پلمو د بهرنيانو جنګ ياد کړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې د سولې مذاکرات پيل کړي. 
د احمدابا قومي مشر محمدحنيف حقبين وويل چې د خلاصون، ارامي او موخو ته د رسېدو يوازينۍ سالمه لاره سوله ده. 
حقبين پر پاکستان د نړيوالو فشارونو د دوام غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دا هېواد له ترهګرو د ملاتړ له امله بايد په تور لېست کې شامل شي. 
 د منګلو قومي مشر جنت خان منګل وسله والو طالبانو ته د افغان دولت د سولې وړانديز مهم اقدام ياد کړ او زياته يې کړه چې طالبان بايد مثبت ځواب ورکړي او که په دې برخه کې کوم وړانديز يا غوښتنه لري له مشرانو، ديني عالمانو يا ځوانانو سره دې يې شريکه کړي. 
احمدزي مشرانو د نورو سيمو او ولسواليو قومي مشرانو ته د خپلې سيمې د امنيتي خوندوي ژمنه ورکړه او له نورو يې هم د ورته امنيت تضمين غوښتنه وکړه. 
د سولې پرلت يوه تنظيموونکي يوسف شور  چې چې د دې حرکت لپاره يې د ځوانانو او مشرانو تنظيم هم پيل کړی او ژر به په ولسواليو کې عملا د سولې پرلتونه پيل شي. 
د قومونو مشرانو هوکړه وکړه چې له خپلمنځي خبرو او مشورو وروسته به راتلونکې اونۍ په ګډه ناسته کې په دې اړه خپل وروستی دريځ اعلان کړي. 
پخوا هم په پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې خلکو خپلې سيمې د قومي تړونو له لارې ساتلې او په خپله سيمه کې به يې وسله والو مخالف ته د اوسيدو او جګړې اجازه نه ورکوله.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته