پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

الجزایرکې یوې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۲۵۷ تنه وژل شوي
نیټه: Wed, 11 Apr 2018 12:37:49 +0000

 

د الجزاير رسنيو راپور ورکړی چې يوه نظامي الوتکه لوېدلې او په‌کې ۲۵۷تنه وژل شوي دي.
په دې الوتکه کې نظامي پرسونل سپاره وو چې نن د الجزایر په باوفریق هوايي ډګر کې راولوېده.
ویل کېږي چې د وژل شویو زیاته برخه پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي دي.
ویل کېږي چې یاده الوتکه د الجزایر پلازمینې ته نیژدې د بوفاریک نظامي اډې ته نیژدې را غورځېدلې ده. 
په وژل شويو کې د پوليساريو جبهې شپږويشت غړي هم شامل دي چې د لوېديځې صحارا لپاره له مراکشه خپلواکي غواړي.
الجزاير د دغو جلاغوښتونکو ملاتړ کوي.
تر اوسه پورې د الوتکې د نسکورېدو اصلي علت نه دی په ګوته شوی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته