
د ورزش ریاست ویاند عارف پیمان وویل ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د نارنج ګل تر نامه لاندې په جلالاباد ښار کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان په وینا چې په دغو سیالیو کې به د بایسکل ځغلونې ۲۰ لوبغاړي ګډون وکړي.
هغه ویلي چي له دغو سیالیو څخه يي موخه د ورزشي فرهنګ دودول او د بایسکل ځغلونې د ورزش پراختیا او وده ورکول دي .
|