پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو غزني کې د ولسوال په ګډون ۷ سرتیري وژلي
نیټه: Thu, 12 Apr 2018 09:58:00 +0000

 

د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال او د ملي امنيت مدير د وسله و الو طالبانو په يوه ډله ييز بريد کې وژل شوي دي.
بلخوا ولايتي شورا وايي چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له خوا نيول شوې هم ده، خو امنيه قوماندان يې سقوط ردوي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان ویلي  چې تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ پر ودانۍ او ګڼ شمېر کليدي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د ولسوال په ګډون اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
امنيه قوماندان وايي، کله چې له مرکز څخه مرستندوی ځواکونه ولسوالۍ ته ولېږل شول؛ نو په لاره کې پر هغوى هم بريدونه وشول او څو ساعته جګړې دوام وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي چې جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته