پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دشنبې په ورځ به دولسي جرکې اوولایتي شوراګانوټاکنولپاره دنوم لیکنې بهیرپیل شي
نیټه: Thu, 12 Apr 2018 10:08:17 +0000

 

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شي.
 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد چې پرون یې په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په‎ دې اړه غونډه لرله ویلي، د شنبې په ورځ به په ولایتونو او مرکز کې د نوملیکنې پروسه پيل شي. 
هغه له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د نوملیکنې مرکزونو ته ورشي او نوملیکنه وکړي.
 ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸ مه ترسره شي.
 ډېری خلک د ټاکنو کمیسیون له لوري دغه ټاکل شوې نېټې ته د شک په سترګه ګوري او په وینا یې ښایي حکومت دغه ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي کړی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته