پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پوتین د نړۍ وضعیت ګواښوونکی بللې
نیټه: Thu, 12 Apr 2018 10:17:51 +0000

 

 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا خبره په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.

 پوتین ویلي د نړۍ وضعیت ګواښونکی دی او په خبره یې که هېوادونه عاقلانه تصمیمونه ونه نیسي ښایي وضعیت لا ترینګلی شي. 
پوتین زیاته کړې، په داسې حالاتو کې په کار ده چې حالاتو ته په کتو پرېکړه وکړو. 
هغه هیله مندي ښودلې چې اخیر به عقلانیت غالب شي او د هېوادونو تر منځ به اړیکې ښې کړي، خو دا چې څنګه او څه ډول نوموړي یې په اړه څه نه دي ویلي. 
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې په سوریه کې د روسیې لخوا د شوي برید له امله چې ویل کېږي کیمیاوي وسلې یې کارولې دي، د دواړو هېوادونو اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته