پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې اهل هنودوايي په ډاډه زړه خپل مذهبي مراسم نه شولمانځلی
نیټه: Thu, 12 Apr 2018 12:30:19 +0000

 

په ننګرهار کې میشت اهل هنود وايي چې د تېرو کلونو پر پرتله یې د خوښې پروګرامونه بې خونده شوي دي.
دوی وايي په هېواد کې وروستیو ناامنیو یې د دوی د خوښیو پر پروګرامونو سیوري غوړلی او په ډاډه زړه نه شي کولای چې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي..
د اهل هنودو ځوانان بیا د حکومت څخه د دوې لپاره د زده کړو د زمینې د برابرولو غوښتنه کوي..
په ننګرهار کې د اهل هنودو مشران وايي چې  په هېواد کې وروستیو ناامنیو، او  بې عدالتیو  د دوې مذهبي پروګرامونه بې خونده کړي .  
په ننګرها ر کې د اهل هنودو مشر میرسینګ د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې وروستیو ناامنیو او په بېلابېلو نومونو د اهلو هنودو د ځمکو غصب سیهکان دې ته اړ کړي چې نورو هېوادونو  ته پنا یوسي. 
میر سینګ وايي  چې او سمهال په ننګرها ر کې د ګوتو په شمیر  سکهان او سیږي چې د تېرو کلونو په پرتله یې شمیر ډېر کم شوی .
سینګ  د نورو افغانانو په څېر له و سلوالو مخالفینو وغوښتل  چې د افغان حکومت لخوا د سولې لپاره وړاندې شوي طرحه دې ومني  او د سولې پروسې سره دې یو ځای شي. 
بلخوا د اهل هنودو ځوانان بیا د افغان حکومت څخه  غوښتنه کوي چې د هیواد د نورو اوسیدونکو په څېر دې ورته په خپلو سیمو کې د زده کړو اسانتاوې برابري کړي.  
د اهل هنودو دغه پروګرام چې دننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور چینو کې تر سره شوه د امنیتي ځواکونو لخوا ورته کلک  امنیتي تدابیر هم  نیول شوي وو.  
اهل هنودو ۳۲۰ ویساک  د ننګرهار سربېره د هیواد په یوشمیر نورو ولایتونو کې  چې اهل هنود په کې میشت دي هم ولمانځل شو.
د اهل هنودو یاد مراسم به د دریو ورځولپاره په ننګرهار کې دوام وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته