پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سباوون ننګرهاري له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چي د سولې وړاندیز ومني
نیټه: Thu, 12 Apr 2018 13:29:33 +0000

 

سباوون ننگرهاری هغو ماشومانو ته اندیښمن دی چې په نشه يي توکو روږدي دي او یاهم دوسله والو لاس ته لویدلي. 

دی وايي ننګرهار ته يې له راتګ نه موخه بې وزلو ماشومانو ته د زده کړو اسانتیاو برابرول دي. 
نوموړې د جنګ د ښکېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې له جګړې دې لاس واخلي او سولې پروسې ته دې کار وکړي.
دڅلورو ژبو ویونکی دا کوچنی سباوون ننګرهاری ننګرهار ته راغلی او په ویاړ يې یو لویه غونډه رابلل شوي چې پکي د ولایتي شورا او ولسي جرګي د وکیلانو سربېره د ننګرهار لسګونه اوسیدونکو برخه اخیستي. 
سباوون ننګرهاری وايي ننګرهار ته يې له راتګه موخه په دې ولایت کې بې وزلو ماشومانو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرول دي او وايي ترهغې به بېرته کوزې پښتونخواته نه ستنیږي چې خپل دې ارمان ته نه وي رسیدلي. 
سباوون هغو ماشومانو ته هم اندیښنه وښوده چې له زده کړو پاتې، په نشه يي توکو اخته شوي او یاهم دوسله والو ډلو د ګټي اخیستني لپاره د هغوی لاسو ته لویدلي.
دی وايي د حکومتي چارواکو ترڅنګ عام خلک هم مسؤلیت لري چې دا ډول کوچني ماشومان له دې بد حالت څخه د راویستلو لپاره هلې ځلې وکړي.
سباوون له وسله والو مخالفینو هم وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او دافغان سولې دپرمختګ په برخه کې دې همکاري وکړي.
دولایتي شورا مرستیال بیا دې ته اندیښمن دی چې په تیر کې هم په هیواد کي راټوکیدلو نابغه ګان یا خو د ژوند لپاره د نامناسبو شرایطو له امله هیواد پریښودو ته اړشوي اویاهم ترې نورو هیوادونو د افغانستان د ویجاړۍ لپاره ګټه پورته کړي. 
دلته که دولایتي شورا غړو دولایتي شورا او ولسي جرګي پر وکیلانو ددې له امله نیوکه کوله چې د فکري رغښت په موخه په جوړېدونکو غونډو کې برخه نه اخلي خو  په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازي امیرجان دولت زي بیا له سباوون ننګرهاري سره ژمنه وکړه چې دجلال اباد ښار په زړه کې به ورته د یو لوی ښوونځي دجوړېدو لپاره ځمکه په واک کې ورکړي.   

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته