
تیره شپه وسلهوالو طالبانو د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې، چې له امله یې د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیحالله شجاع ویلي چې وسلهوالو طالبانو د بریښنا دغې ستنې ته د شپې له تیارې څخه په استفادې نږدې درې بجې د دوشي ولسوالي په تګګ سیمه کې چاودنه ورکړې ده.
د بریښنا دغه ستنه د کرکر سټیشن پورې تړلې ده، چې د ازبکستان او تاجکستان ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا افغانستان ته انتقالوي.
د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین وايي، په بغلان کې د بریښنا د ستنې د ړنګیدو له امله، د کابل، پروان، ننګرهار، میدان وردګ او غزني ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.
|