پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سیګار: د لس ميليارده افغانيو په ارزښت تېل غلا شوي
نیټه: Sat, 14 Apr 2018 10:17:41 +0000


 
د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امريکا د سرمُفتش ادارې سيګار په يوه تازه راپور کې ويلي چې د افغان ځواکونو د لس ميليارده افغانيو په ارزښت تېل غلا شوي دي.
سيګار پرون د جمعې په ورځ په خپل دغه تازه راپور کې کښلي چې په افغان ځواکونو کې د تېلو غلا پر يو ګـټور کاروبار بدل شوى دى.
په دغه راپور کې راغلي چې لږ تر لږه د ١٥٤،٤ ميليونه ډالرو (څه باندې لس ميليارده افغانۍ) په ارزښت له افغان او امريکايي ځواکونو څخه غلا شوې ده.
د سيګار په دغه راپور کې اندېښنه څرګنده شوې ده چې د تېلو د غلا له دغو پیسو ښایي ترهګرو ګټه پورته کړې وي.
د سيګار موندنو ښودلې ده چې د امريکا د دفاع وزارت له ٢٠٠٨ زېـږديز کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې شاوخوا ١٠،٦ ميليونه لېتره تېل د افغانستان د پوځي عملياتو لپاره ورکړې چې ټول ارزښت يې ١٣ ميليارده ډالره کېږي.
د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د افغان امنيتي ځواکونو د تېلو کلنى  لګښت نږدې ٥ ميليونه لېتره اټکل شوی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته