پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

رازق: دکوټې شورانږدي ۶۰ طالب مشران سولې ته اماده شوي
نیټه: Sat, 14 Apr 2018 10:24:51 +0000

 

جنرال رازق   وايي د طالبانو شاوخوا ۶۰ مهم او جګپوړي مشران سولې ته تیار دي
د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د وسله والو طالبانو د کوټې شورا نږدې ۶۰ مهم مشران د سولې په اړه تفاهم ته رسېدلي دي او دوی غواړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او د کندهار په کومه امنه سیمه کې ژوند غوره کړي.
 هغه همدا راز وايي، چې په دې شپېتو طالب مشرانو کې د طالبانو د حکومت د مهال وزيران، د جګړې اوسني مهم قومندانان، ولايتي مسوولين او نور شامل دي.
 دده په خبره دغه کسان غواړي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای کندهار ته راستانه شي.
 هغه زياتوي، چې په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا ٣٠ طالب مشران له خپلو کورنيو سره راغلي او سوله ييز ژوند يې پيل کړى دى

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته