 دننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو دټاکنو لپاره د نوم ليکني بهير پيل شو
دټاکنوخپلواک کميسيون مشر وايي دننګرهار په حصارک ٬شيرزاداو٬هسکه مينه ولسواليو کې د امنيتي ننګونو له امله ټاکني ستونزمني دي
خو دولایتي اداري چارواکي بیا ډاډ ورکوي او وايي هغه ولسوالۍ چې د ټاکنو د ترسراوې پر وړاندې په کې امنیتي ستونزې شته د راتلونکو ټاکنو تر مودې پورې به پکې شته امنیتي ستونزې حل شي او د ټاکنو دترسراوې لپاره به پکې زمینه برابره شي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس وايي چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه د رواني میاشتي له پنځه ویشتمي نیټي دراتلونکي میاشتې د درویشتمي نیټي پوري نوم لیکنه دوام وکړي او ترهغې وروسته به په لسوالیو کې د نوم لیکني بهیر پیلوي خو دولايتي شورا منشي وايي دټاکنو کميسيون له لورې په ټاکنو کې د ګډون لپاره دنوم ليکني وخت کم دی چې له امله به يې ټول خلک د نوم ليکني په پروګرام کې ګډون ونشي کولی .
دوي غوښتنه کو چې د نوم ليکني لپاره دې ټاکلي نېټه وغځول شي
که څه هم دټاکنو کميسيون يواځې دننګرهار په دري ولسواليو کې د رڼو ټاکنوترسره کيدل ناشوني بولي خو عام باور دادی چې له يادو دري ولسواليو وراخوا دننګرهار په زيات شمير ولسواليو کې رڼي او شفافي ټاکنو ناشوني دي
|