پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا : په پاکستان کې دترهګرو خوندي مرکزونه دترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ګواښ دی
نیټه: Sat, 14 Apr 2018 13:47:59 +0000

 

د امریکايي ځواکونو درستیزوال وايي چې وسله وال مخالفین اوس هم په پاکستان کې پټنځایونه لري او د افغانستان ستر ګواښ دی.
ده ویلي چې یو با ثباته افغانستان هغه مهال رامنځته کیدای شي چې له بهر څخه ورته امنیتي ګواښونه متوجه نه وي.
دغه درستیزوال د امریکا مشرانو جرګي ته ویلي چې دافغانستان حکومت له خپلویو شمیر مخالفو ډلو سره د سولې اوسیاسي جوړ جاړي هڅې کوي او  امریکایي ددې کار څخه ملاتړ کوي.
دامریکا پوځ وایي، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي مرکزونه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانې مبارزې ته ستر ګواښ دی.
دغه څرګندونې د امریکایي پوځ درستیزوال جنرال مایک ای میلي، د مشرانوجرګې د وسله والو ځوړاکونو کمیسیون یوې غونډې ته کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پاتې کیدل دامریکا دملي ګټولپاره دی.
د امریکایي ځواکونو درستیزوال جنرال مایک ای میلي ویلي، په پاکستان کې د ترهګروخوندي ځالې به افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې پر وړاندې ستر ګواښ دی.
دنوموړي په وینا، دافغانستان حکومت له خپلویو شمیر مخالفو ډلو سره د سولې اوسیاسي جوړ جاړي هڅې کوي،چې امریکایي ملاتړ کوي.
جنرال میلي وایي، امریکا تل هڅه کړې،چې افغانستان یو ځل بیا دترهګرو پر خونډي ځالې بدل نه شي، لکه چې دوه لسیزې مخکې و.
دغه امریکایي جنرال زیاته کړې، چې یو با ثباته افغانستان هغه مهال رامنځته کیږي، چې له بهر څخه ورته امنیتي ګواښونه نه وي.
هغه د سناتورانو دپوښتنو په ځواب کې ویلي، چې ترهګر اوس هم په پاکستان کې خوندي ځالې لري او په افغانستان کې یې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته یې ګواښ رامنځته کړی دی.
د جنرال میلي په وینا، حقاني، طالبان او نورې ډلې اوس هم دډیورنډ پولې پورې غاړه سیمو کې خوندي مرکزونه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته