پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارپه مومندرې ولسوالۍ کې دیوښوونځي لابراتواراواسناد سوځولي
نیټه: Sun, 15 Apr 2018 09:49:14 +0000

 

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو يو ځل بيا په مومنددرې ولسوالۍ کې د يو ښوونځي د لابراتوار خونه او اسناد سوځولي دي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري وویل چې  نا پېژاندو مخ پټو وسله والو تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ د يو بل ښوونځي ځينې برخې هم وسوځولې.

هغه وايي، وسله والو لومړی د لنډۍ منځني ښوونځي بې وسلې ساتونکي په تشناب کې بند کړي، بيا يې د ښوونځي ټول اسناد او لابراتوار سوځولي او وروسته تللي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده پېښه کې د ښوونځي ټول اسناد، د لابراتوار مواد او سامان الات او د لابراتوار خونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

دا په تېره لنډه موده کې د مومنددرې ولسوالۍ درېيم ښوونځی دی چې د شپې له خوا يې وسله وال ټول اسناد په يوه خونه کې راټولوي او اور ورته اچوي.

که څه هم ځايي حکومتي اداره دا د وسله والو طالبانو کار ګڼي؛ خو په تېر کې وسله والو دا خبره رد کړې ده او د تازه پېښې په تړاو يې لا څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته