پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خوست کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته کې ۸ تنوته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Sun, 15 Apr 2018 09:55:12 +0000

 

په خوست کې امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره افغان حکومتي ځواکونه او خلک له پاکستانیو ځواکونو سره په جګړه شوي دي.

ځايي خلک هم وايي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.

د جګړې سیمې ته نږدې څو ښوونځي هم رخصت شوي دي.

د خوست امنیت قومندانۍ سرپرست عبدالحنان ویلي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پرمختګ هڅه وکړه.

نوموړي ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د جنډو او ښه ون غرنۍ سیمه کې د وړاندې تګ هڅه کوله.

د هغه په خبره، جګړه لا هم روانه ده خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عبدالحنان وايي، سیمې ته له خوست څخه ملاتړي ځواکونه استول شوي دي. قومي مشرانو هم ویلي چې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او د پاکستانیو ځواکونو پر وړاندې د خپل هېواد دفاع کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته