پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني په قیاق درې بریدونوکې ۴ پولیس وژل شوې او پنځه نورټپیان دي
نیټه: Sun, 15 Apr 2018 09:58:53 +0000

 

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱:۳۰ دقیقې د قیاق درې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي او ۹ پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

 د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم یاد راپورونه تایید کړي دي.

 دده په خبره شاوخوا ۲۰۰ طالبانو پر یادو پوستو بریدونه کړي دي، چې په پایله کې یې ۴ پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

 د نوري په وینا وروسته له مرکز یادې سیمې ته تازه دمي عسکر لېږل شوي او د طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی.

 راپورونه همدا راز وايي، چې د غزني په جغتو ولسوالۍ کې هم څلور پولیس وژل شوي دي.

راپورونه وايي، وسله والو په یوه کمین کې په جغتو ولسوالۍ کې څلور پولیس وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو دوو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته