پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۶۴ میله وسلې ډایاګ پروکرام ته وسپارل شوي
نیټه: Mon, 16 Apr 2018 13:32:52 +0000


 
څلورمې پلي لوا ۶۴ میله سپکې او درنې وسلې  ډایاګ پروکرام ته وسپارلي چې د وسلوال مخالفینو سره د جګړی پرمهال د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی وي.
ننګرهار کې څلورمې پلي لوا هغه وسلې کې ډایاک یا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلي چې د و سلوالو مخالفینو څخه د جګړې پرمهال ترلاسه شوي وي.
 د څلورمې پلي لوا چارواکي وايي یادې وسلې تیر کال د ننګرهار په خوګیاڼو، پچیراګام هسکه میني، اچین او نازیانو ولسوالیو کې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي وي.
 ننګرهار کې د څلورمې پلي لوا قومندان برید جنرال محمد نیسم سنګین وویل چې د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې  یوشمیر وسلوال وژل شوي او ۶۴ نور هم ژوندي نیول شوي دي.
هغه وویل چې د ولسي جرګي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو  لپاره په هغو سیمو کې امنیتي  ځواکونه به ځای پرځای کړي چې اړتیا ورته لیدل کیږي.
 بل لور ته د ډایاک یا د بې وسلې کولو پروګرام مسولین وايي چې د تیر کال راهیسي دا لومړی ځل دی چې د څلورمی پلی لوا لخوا ورته وسلې سپارل کیږي. 
په دې ولایت کې د ډیاک یا بې وسلې کولو پروګرام مسول صاحبزاده وویل چې په سپارل شویو وسلو کې، دهشکه پیکا،راکټ انداز، کلاشینګوف او نور بېلا بېلې وسلې شاملي دي .
د یادونې وړده چې تردې وړاندې هم په دې  ولایت کې یوشمیر نورو  امنیتي  ارګانونو هغه سپکي او درنې وسلې  د بې وسلي کولو پروګرام ته سپارلی چې له وسلوالومخالفینو څخه يې د جګړو پرمهال ترلاسه کړي و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته