پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سرپل کې ږلۍ زرګونه مېږې او وزې مړې کړې دي
نیټه: Wed, 18 Apr 2018 13:56:07 +0000


 
تېره شپه د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې نږدې نيم متر واوره او ږلۍ ورېدلې او له امله يې باغونو ته د زيان اړولو تر څنګ، زرګونه مېږې او وزې مړې شوې دي.
د کوهستانات ولسوال تاج الدين ملک زاده وويل چې خلکو د وچکالۍ له امله د سرپل له بېلابېلو سيمو او بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو رمې کوهستانات ته د څرولو لپاره بيولې وې.
هغه وايي، اټکل کېږي چې کوهستانات ته د بيول شوو مېږو او وزو شمېر به سلو زرو ته رسېږي.
ده وويل چې تر اوسه يې کره شمېرې نه دي ترلاسه کړې، خو ږلۍ او واورې په زرګونو مېږې او وزې مړې کړې دي.
ولسوال وويل چې د ږلۍ او واورې له امله د خلکو باغونه هم سخت زيانمن شوي؛ ځکه چې د ونو ګلونه يې رژولي دي.
د کوهستانات د چراس سيمې شورا مشر حاجي محمدالدين هم د ولسوال څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې تېره شپه د کوهستانات په غرنيو او هغو سيمو کې چې رمې ور وستل شوې، له ٣٠ تر ٤٠ سانتي متره واوره او ږلۍ ورېدلې او له امله يې ډېرې مېږې او وزې مړې شوې دي.
دغه راز دى وايي چې د یادې ولسوالۍ په ځينو نورو سيمو کې هم تر لس سانتي متره ډېره ږلۍ ورېدلې ده.
ولسوال او محمدالدين دواړه له خيريه موسسو غواړي چې له زيانمن شوو خلکو سره اړينې مرستې وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته