پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې پوليسو او د پوهنتون محصلينو وړیاوينه ورکړه
نیټه: Thu, 19 Apr 2018 11:52:27 +0000

 

د ننګرهار امني قوماندان وايي چې د وینې په ورکړي سره د هغو ټپیانو ژوند ژغورلی شي چې د جګړې پرمهال ټپیان شوي وي.
بلخوا د وینې د ورکړي دغه پروګرام د ننګرهار په پوهنتون کې هم ترسره شو او لسګونو محصلینو خپله وینه ورکړه .
د ننګرهار پوهنتون محصلينو او د امنيه قوماندانۍ پوليسو په دغه ولايت کې د پېښو پرمهال د خلکو د ژوند ژغورنې په خاطر د وينې ورکړې لړۍ پيل کړه.
د قوماندانۍ پوليسو ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې او محصلينو او استادانو د پوهنتون په انګړ کې د وينې ورکړې بهير پيل کړی او پلان دی، چې ياده لړۍ عامو خلکو ته هم وغځېږي.
د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د وينې ورکړې پرمهال وويل، چې له دغې چارې موخه د پېښو پرمهال د ټپي کېدونکو ټولو امنيتي سرتېرو او عامو خلکو ژوند ژغورل دي.
هغه وايي، ډير کله د پېښو ټپيان د وینې نه موجوديت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ نو ځکه خو يې دغه لړۍ پيل کړه، چې د خلک ژوند وژغورل شي.
د احمد الله په نوم يو پوليس چې په خپله خوښه يې ۵۰۰ سي سي وينه ورکړې وه، وايي، چې غواړي په خپل دغه کار د خپلو هيوادوالو ژوند وژغوري.
هغه پر نورو پوليسو او عامو خلکو هم غږ وکړ، چې د خپلې وينې په ورکولو  دې د خپلو هيوادوالو ژوند وژغوري.
د ننګرهار د عامې روغتیا مطبوعاتي مسؤل انعام الله میاخیل وايي چې د وینې د ورکړي دغه پروګرام د ننګرهار په پوهنتون کې هم ترسره شو.
د يادولو وړ ده، چې ننګرهار کې تر دې وړاندې هم ورته پروګرامونه ترسره شوي او دا د دغه ولايت د يو ښه فرهنګ په توګه مروج شوی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته