پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کرکټ ٢٢ لوبغاړي غوراوۍ لپاره هند ته ولیږل شول
نیټه: Fri, 20 Apr 2018 11:53:29 +0000


 
 د کرکټ ملي لوبډلې ته د غوراوۍ په موخه ٢٢ لوبغاړي هندوستان ته وليږل شول.
د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ کميټې مشر نوروز منګل کابل کې خبريالانو ته وويل، په پام کې ده چې ٤٣ لوبغاړي په دريو مرحلو کې د اروزنې په موخه هند ته واستول شي.
منګل ویلي په دې دور کې مو ٢٢ لوبغاړي استولې دغه لوبغاړي دوه اونۍ هلته پاتې کيږي، د بهرنيو روزونکو لخوا اروزول کيږي او بيا د هغو له سپارښتنو سره سم په ملي لوبډله کې جذبيږي.
منګل څرګنده کړه چې له دې ٤٣ لوبغاړو څخه ١٦ په دويمه او پاتې پنځه يې په دريمه مرحله کې هند ته استول کيږي.
د هغه په وينا کومو لوبغاړو چې په دې ځل کې د روزونکو قناعت حاصل نه کړ، په راتلوونکي کې بيا چانس ورکول کيږي.
د منګل د معلوماتو له مخې دا کوم لوبغاړي چې هند ته استول کيږي ټول په ملي او نورو لوبډلو کې د لوبيدو تجربې هم لري.
نوموړى وايي: (( دا کار ددې لپاره موږ کوو ترڅو نويو لوبغاړو ته په ملي لوبډله کې د لوبيدو چانس ورکړل شي او هم د ٢٠١٩ نړيوال کپ لپاره ښه چمتوالى ولرو.))
منګل وايي چې د ٢٠١٩ نړيوال جام سياليو لپاره په بيلابيلو برخو کې له ٢٠ تر ٢٤ لوبغاړو ته اړتيا ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته