پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د نوو مېتودونو د زده کړې مرکز جوړ شو
نیټه: Mon, 23 Apr 2018 13:16:45 +0000

د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست اړوند د اوبو د تنظیم په برخه کې د روزنیز مرکز دا ودانۍ د ننګرهاردبهسودو ولسوالۍ په میرانو کلي کې (اف ای او)یا خوړو دنړیوالي موسیسي په مالي مرسته د اوه سوه دوه ویشت زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل شوه.
ولایتي اداره وايي په دې روزنیز مرکز کې به د ننګرهار سربیره د هیواد ټولو ولایتونو څخه دکرنې او اوبو لګوني د برخې کارکونکي د اوبو د تنظیم په برخه کې ځانګړي روزنه اخلي. 
دولایتي اداري چارواکي وايي ددې روزنیز مرکز ترڅنګ د لرو پرتو ولسواليو څخه د کرنې او اوبو لګوني د برخې د هغه کارکوونکو د هستوګني لپاره  چې دې مرکز ته د روزني لپاره راځي یوه لیله هم جوړه شوي.
 دوی دکرنې او اوبو لګوني به برخه کې د ننګرهار لپاره دا پروژه ګټوره بولي او وايي چې دکرنې او اوبو لګوني د برخې کارکوونکوته به په کې د( پي ام اس ) موسیسي دمسؤلینو له لوري دنظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړي هم ورکول کيږي. 
ددې سیمي قومي مخور هم ددې روزنیز مرکز په جوړیدو خوښ دي او وايي چې ددې مرکز نه په ګټي اخیستني به يي هم د اوبو د بې ځایه مصرف او هم د ډيرو اوبو له امله د ځمکو دخرابیدو مخه ونیول شي.
دا لومړی ځل دی چې د ټول هیواد په کچه دکرنې او اوبو لګوني د برخې کارکوونکو ته په ننګرهار کې د اوبو د تنظیم په برخه کې یو روزنیز مرکز جوړيږي چې له امله به يي د یادې برخې کارکوونکي د نړیوالي موسیسي له کارکوونکو څخه د اوبو د مدیریت په برخه کې لازمي زده کړي ترلاسه کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته