پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني لوبغاړو ته دولتي مډالونه ورکړل
نیټه: Wed, 25 Apr 2018 12:03:32 +0000

 

 ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړو ته د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.
ولسمشر غني تېر ماښام په ارګ کې د کرکټ د ملي لوبغاړو سره وکتل او ټینګار یي وکړ چې د کرکټ لوبغاړو د هېواد ښه او اغیزناک استازیتوب کړی دوی د سولې واقعي سفیران دي چې زه او ټول ولس ورباندې ویاړو.
وروسته د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د افغانستان د کرکټ د ملي ټېم د بریاو د تقدیرولو او د دغه ټېم لوبغاړو ته د غازي محمدایوب خان دولتي مډالونو او نغدي مکافاتو د ورکړې په اړه د جمهور ريیس فرمان او حکم ولوست.
ولسمشر د کرکټ ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو له امله دوی ته مبارکي وویله او د ملي لوبډلې ښه مدیریت یې وستایه.
هغه زیاته کړه، افغان ولس درڅخه له دې امله مننه کوي چې زموږ ویاړلی بیرغ مو په ټوله نړۍ کې ورپاوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته