پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې روغتیايي کارکوونکې: مافیايي کړۍ ترې باج اخلي
نیټه: Mon, 30 Apr 2018 10:43:27 +0000

دروغیتايي برخې کارکوونکي وايي په جلال اباد کې حاکمي مافیايي کړۍ ترې د وسله والو په نوم باج اخلي او ژوند يي ګواښي چې پخوا يي هم دا ستونزه د ولایت په کچه او هم د مرکزي حکومت له چارواکو سره شریکه کړي خو په وینا يې چې حکومت ورسره په کړو ژمنو کې پاتي راغلی. 

دمدني ټولنو غړي که څه هم د روغتیاپالانو له لورې شوي کاربندیز د ولس په ګټه نه بولي خو مدني حرکت د روغتیاپالانو حق یادوي. 
دوی هم دننګرهار په سیمه ایزه اداره کلکي نیوکي کوي او وايي چې په خپلو دندو چورلټ پاتي راغلي او د مرکزي حکومت له مشرانو ددې ولایت د لوړ پوړو نظامي او ملکي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. 
امنیتي مسؤلین بیا وايي چې د روغتیاپالانو پر وړاندي يې د امنیتي ستونزو د حل په موخه وخت په وخت له دوې سره ناستې کړي او په نږدې وخت کې داسي کومه پېښه هم نده شوي چې له امله يې دوی کاربنديز وکړي او نه هم دوې ته ورپیښ امنیتي ستونزه هغومره جدي ده. 
خو روغتیايي کارکوونکي يې څرګندوني غولونکي او د خپلو څوکیو د ساتلو په معنی بولي.  
دا لومړی ځل نه دی، چې په ننګرهار کې روغتیا پالان دوی ته د ور پیښو امنیتي ستونزو له امله کاربندیز کوي بلکي له دې يې څو میاشتي وړاندې هم کاربندیز کړی وو چې دحکومت له لورې ورسره په دې برخه کې د ژمنو وروسته يې خپل کاربندیزمات کړ او بیاځلې يې په کار پیل وکړ خو داځل وايي چې ترهغې به يې دا کاربندیز دوام کوي ترڅو چې ستونزې نه وي حل شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته