پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال باد کې دنا امنیو عاملین معلوم دي خو حکومت يي مخنوی نه کوي
نیټه: Mon, 30 Apr 2018 12:34:54 +0000

 
نوموړی وايي دا ستونزه به له حکومت سره شریکوي که یې د حل لپاره لاس په کارنشو ،نو د ولسونو سره به یو ځای د حکومت په اړه تصمیم نیسي. 
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي چې په جلال اباد کې يې خپلو لسګونو پلویانو ته په یوه غونډه کې وینا کوله د ملي وحدت په حکومت توندې نیوکي وکړي او د ملي وحدت حکومت يې له ولسونو سره په خپلو کړو ژمنو کې پاتي وباله. 
حضرت علي وايي په جلا ل اباد ښار کې د نا امنیو د ټولو پیښو عاملین معلوم دي خو حکومت يې مخنیوی نه کوي. 
دی وايي په ننګرهار کې د ځمکو غصب دنشه يي توکو پیر پلوراو هدفي وژني په ښکاره توکه کيږي چې حکومتي چارواکي يې په مخنیوي نه دي توانيدلي. 
دی له ولسونو هم غواړي چې روان خراب وضعیت نه د راوتلو لپاره دې په یو ځل قرباني ورکړي ترڅو د تل لپاره له دې حالته راووځي. 
د ولسی جرګي دا غړي وايي له حکومت سره هیڅ ستونزه نلري بلکي د حکومت ملاتړ کوي خو وايي که حکومت د،ولس غوښتنو ته ځواب نشي ویلي او حالت همداسي روان وي نو له ولسونو سره په ګډه به دحکومت په اړه یو تصمیم ونیسي. 
د ولسي جرګي له دې غړي وړاندې هم په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو یو بل وکیل ظاهر قدیر هم دملي وحدت حکومت پر وړاندي دې ته ورته څرګندوني کړي وي او د ملي یوالي حکومت يي ناکام بللی وو. 
خو حکومتي چارواکو تل دا څرګندوني له حقیقته لري بللي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته