پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دکندهار په نښتوکې۲۰ طالبان او پوليس وژل شوي
نیټه: Mon, 07 May 2018 13:39:56 +0000

 

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په معروف ولسوالۍ کې د وسله‌والې نښتې له کبله ١٥ وسله‌وال طالبان او ٥ پوليس وژل شوي دي.
نښته وروسته له هغې وشوه چې وړمه شپه په معروف ولسوالۍ کې ډيورند کرښې ته څېرمه وسله‌والو طالبانو د پوليسو پر ګزمه حمله وکړه.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني وويل نښتې ترې ورځې پورې دوام وکړ.
هغه وویل په یاده پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي او ٩ تنه‌يې ټپيان شوي اوهمداشان د وسله‌والو طالبانو ١٥ غړي هم وژل شوي او ١١ تنه نور يې ټپيان دي.
وسله‌والو طالبانو د دې حملې مسؤليت منلى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته